معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره میاشت د هېواد په صادراتو او وارداتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

تېره میاشت د هېواد په صادراتو او وارداتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۳ کال د میزان میاشتې د صادراتو او وارداتو تازه ارقام خپاره کړي.

د دغې ارقامو له مخې د میزان میاشتې په اوږدو کې د هېواد د صادراتو ارزښت ۲۳۴.۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلی، چې د تېرې سنبلې میاشتې ۱۷۳،۹ میلیونه ډالر په پرتله ۶۱ میلیونه ډالره زیاتوالی ښیي.

په ورته وخت کې د وارداتو مجموعي ارزښت هم له ۹۵۴.۱ میلیونه ډالرو څخه ۱۱۴۰.۹ میلیونه ډالرو ته لوړ شوی، چې ۱۸۶.۸ میلیونه ډالره زیاتوالی ښیي.

د خبر پر بنسټ، ډېر صادرات هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو او ډېر واردات له ایران، پاکستان او چین څخه ترسره شوي دي.

د دې بدلونونو پر بنسټ، د افغانستان په اقتصاد کې د صادراتو او وارداتو برخه کې د پام وړ وده لیدل کیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس