کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۵ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په سلواغې میاشت کې د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ۷۵ مرکزونو او اسان خدمت دفترونو له لارې ۲۷۰ زره او ۶۵۰ برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې تر ټولو ډېرې برېښنايي پېژندپاڼې په کابل، کندهار، هرات، بلخ او هلمند ولایتونو کې وېشل شوې دي.
مسؤولین وایي، د برېښنايي پېژندپاڼو وېش به د هېواد په ټولو ولایتونو کې لا نور چټک او اسانه شي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/