معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره میاشت څه باندې ۱۸ زره افغانان له پاکستانه راستانه شوي

تېره میاشت څه باندې ۱۸ زره افغانان له پاکستانه راستانه شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې ویلي، یوازې د روان زېږیز کال د جنورۍ په میاشت کې ۱۸ زره ۳ سوه افغانان له پاکستانه راستانه شوي دي.

د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ زیاته کړې چې په دغو راستنو شویو کې شاوخوا زر کسان په جبري ډول افغانستان ته استول شوي، چې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې نیول شوي وو.

راپور زیاته کړې چې په راستول شویو زرو کسانو کې ۸ سوه کم او زیات یې ښځې او ماشومان دي، چې د بېلابیل ډول اسنادو درلودونکي دي.

راپور زیاته کړې، چې دا شمېر د تېر کال په پرتله دوه چنده زیات شوی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس