معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره میاشت ۵۴ زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي

تېره میاشت ۵۴ زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۶ نېټه):
د راپورونو له مخې نیمروز کې سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې نږدې ۵۴ زره افغان کډوال له ایرانه وېستل شوي او یا هم په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.
ځینو ځایي سرچینو بیا ویلي، چې په تېرې حمل میاشت کې د کورنيو او مجردو کسانو په ګډون ٥٣ زره ٩٩٩ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. سرچینې زياتوي، چې ډېرى دغه کډوال په زور له ايرانه وېستل شوي او د نيمروز ولايت د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته راغلي دي.
ویل کیږي چې په وروستیو میاشتو کې له ایران څخه د افغان مهاجرینو د وېستل لړۍ چټکه شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس