معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره یوه اونۍ له کندهاره د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت انار پاکستان ته صادر شوي

تېره یوه اونۍ له کندهاره د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت انار پاکستان ته صادر شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې تېره یوه اونۍ کندهار څخه پاکستان ته د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۵ زره ټنه انار صادر شوي دي.
د کندهار بڼوال او سوداګر له سرپرست حکومته غواړي، چې د پاکستان له لوري د لوړې ماليې د اخیستلو او نورو ستونزو د هواري په پار د هلو – ځلو سربېره، د نورو هېوادونو بازارونو ته هم د انارو د حاصلاتو د صادرېدو زمینه برابره کړي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس وايي، سږ کال دوی هڅه کوي، څو د کندهار انار له ترانزيټي لارو نورو هېوادونو ته هم صادر کړي.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست هم ويلي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله، د انارو حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی راغلی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس