معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره یوه میاشت کې ۱۴ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

تېره یوه میاشت کې ۱۴ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۵  نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت شمېرې ښيي، چې په تېره یوه میاشت کې ۳۱۶۰  کورنۍ هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کورنۍ چې څه باندې ۱۴ زره کسان کیږي، افغانستان ته راغلي، چې له ایرانه ۱۰۶۰۰، له پاکستانه ۳۳۰۰ او له ترکیې څخه نږدې ۱۵۰ کسان بېرته خپل هېواد ته راغلي دي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان کډوال په پاکستان کې د پولیسو له ناوړه چلند او جبري شړلو شکایت کوي.

د وزارت چارواکو ویلي، هڅې روانې دي څو راستنو شویو کورنیو ته لومړنۍ اسانتیاوې برابرې شي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس