کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۴ مه نېټه):
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د مسوولینو په خبره په وروستیو دوو ورځو کې د سوداګرو په مالونو بار ۷۱۴ واګونه له ازبکستان څخه حېرتان بندر ته رارسیدلي دي.
له ازبکستان سره د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګريزو مالونو د انتقالاتو په برخه کې د ستونزې تر حل کېدو وروسته یو وار بیا له تېر څخه په لویه کچه د سوداګریزو مالونو لېږد_رالېږد پیل شوی دی.
تر دې وړاندې د نږدې لسو ورځو لپاره د ازبکستاني چارواکو له لوري دغه لار د مالونو د لېږد رالېږد پرمخ تړل شوې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/