معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېرو دوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه نږدې ۵ زره افغانان هېواد ته ستانه شوي

تېرو دوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه نږدې ۵ زره افغانان هېواد ته ستانه شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۵  نېټه):

د راپورونو له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، چې په تېرو دوو ورځو کې له ایران او پاکستان څخه ۴ زره ۹۷۰ افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

د راپور پر بنسټ، دغه وزارت زیاته کړې، د روانې لیندۍ میاشتې په دوهمه او درېیمه نېټه باندې ۷۳۴ کورنۍ چې ۳ زره ۶۴ تنه کیږي، د تورخم له لارې او دغه راز د لېندۍ په دوهمه له ایران څخه ۱۹۰۶ افغانان په جبري او داوطلبانه توګه هېواد ته راستانه شوي دي.

د مسوولینو په خبره دغه کسان د مرستو په موخه بېلابېلو مرستندویه بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.

پاکستان او ایران د بې اسنادو افغان کډوالو د وېستلو لړۍ دې وروستیو کې په چټکۍ سره ګړندۍ کړې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس