معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېرو شپږو میاشتو کې د ناچاودو توکو چاودنې له امله ۹۰ تنو ژوند بایللی

تېرو شپږو میاشتو کې د ناچاودو توکو چاودنې له امله ۹۰ تنو ژوند بایللی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د تېرو شپږو میاشتو راهیسې د ماینونو او نورو ناچاوده توکو د چاودنې له امله هېواد کې ۹۰ کسانو خپل ژوند بایللی او ۱۵۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ماین پاکونې د همغږۍ او انسجام رییس ويلي، چې لا هم د هېواد پر ۱۲ سوه کیلو متر مربع ځمکه ماینونه او نور ناچاوده توکي پاتې دي.
د ماین چاودنې په یوې نوې پېښه کې په ننګرهار کې دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په ورته وخت کې یو شمېر ماین پاکان وايي، هڅه کوي چې په هېواد کې پر ماینونو او ناچاوده توکو پوښلې ځمکې له ماینونو پاکې کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس