کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۹ نېټه):
د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې.په تېرو شپږو میاشتو کې د ۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت انجه بهر ته صادره شوې ده.
د راپور پر بنسټ، د دغه وزارت ویاند ويلي، د افغانستان انجه تر ډېره امریکا، هند، ازبکستان او متحده عربي اماراتو ته صادره شوې ده.
بل لور بیا سوداګر وايي، په وروستیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د انجې کرکیله زیاته شوې ده.
دوی دغه بوټی د کوکنارو د کرکیلې ښه بدیل ګڼي او د سرپرست حکومت له چارواکو غواړي، چې د انجې د ترویج په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.
له انجې څخه تر ډېره د درملو په جوړولو کې کار اخیستل کیږي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/