معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېرو شپږو میاشتو کې نږدې ۳۶ زره قیراطه د پنجشېر زمرد پلورل شوي

تېرو شپږو میاشتو کې نږدې ۳۶ زره قیراطه د پنجشېر زمرد پلورل شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په پنجشېر ولایت کې د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په ۱۱ پړاونو کې ۳۵ زره او ۸۷۴ قیراطه زمرد د یو میلیون او ۶۱۴ زره ډالرو په ارزښت پلورلي دي.

د مسوولینو په خبره د پلورل شویو زمردو له لیلام څخه یې ۱۶۱۴۰۰ ډالره ګټه د دولت خزاني ته ورکړې ده.

د سرپرست حکومت واک ته له رسېدو سره سم په افغانستان کې د تېلو، ګازو، ډبرو سکرو او قیمتي ډبرو کانونو وېستلو ته ډېره پاملرنه کړې ده.

په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان د بېلابېلو کانې زېرمو وېستلو قرادادونه له چین او یو د شمېر نورو هېوادونو په ګډون کورنیو شرکتونه ته هم ورکړل شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس