معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېرو لسو میاشتو کې د هرات د ګمرک عواید ۱۹.۷ میلیارده افغانیو ته رسېدلي

تېرو لسو میاشتو کې د هرات د ګمرک عواید ۱۹.۷ میلیارده افغانیو ته رسېدلي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۳۰ مه نېټه):
د مالیې وزارت له لوري په یو ټویټ کې ویل شوي، چې د روان کال په لومړيو لسو میاشتو کې د هرات ګمرک عواید ۱۹.۷ میلیارد افغانیو ته رسېدلي، چې دا کچه د تېر کال په پرتله ۶۸ سلنه ډېروالی ښي.
دغه ټویټ کې ویل شوي، چې د تېر کال په لومړیو لسو مياشتو کې د یاد ګمرک عوایدو کچه ۱۱.۷ میلیارد افغانۍ وه.
سرچينه ليکي، په عوایدو کې ډېروالی د مالیې وزارت د غوره مدیریت روښانه مالي تګلارو د ژمنو او مسلکي کسانو ګمارلو له فساد سره مبارزې ګمرکونو کې سوادګرو ته د اسانتياوو برابرولو له امله راغلی دی.
د اوسني حکومت په راتګ سره د مالیاتو ټولولو کې چټکتیا راغلې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس