کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولینو ويلي، چې د روان هجري لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې یې څه باندې ۶۵ زره کسانو باندې د کار جوازونه وېشلي.
د دغه وزارت د ویاند په خبره، له دې ډلې شاوخوا ۲ نیم زره یې بهرنیان دي.
د سرپرست حکومت چارواکو ټینګار کړی، چې د بې کارۍ کچې د کمولو لپاره د کانونو کېندنې، اوبو مدیریت، ښاري پراختیا، د سړکونو او لویو لارو جوړولو، د ځینو تولیدي کارخونو د فعالیت بیا پیلولو او پانګونو د جلب په برخو کې هڅې کوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/