کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت شمېرې ښيي، چې په تېرو ۹ میاشتو کې له یو میلیون زیات افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي.
د دوی په وینا ځینې دا کډوال په اجباري ډول او ځینې نور بیا په خپله خوښه افغانستان ته راغلي دي.
په راپور کې راغلي، چې له دې شمېرې څخه له ۹۰ زرو زیات کسان له پاکستان، ۱۷ زره له ترکیې او پاتې نور له ایران څخه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
وزارت ویلي، چې د راستنېدونکو افغانانو د ښه مدیریت لپاره یې هلې – ځلې چټکې کړې دي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/