کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلي، چې د تېر ۱۴۰۲ کال پر مهال له افغانستانه د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د ۱۷ میلیونه ۴ زره ۳۸۰ امریکایي ډالرو په ارزښت قالینې صادرې شوې دي.
د یاد وزارت د صنعتي پارکونو عمومي ریيس په کندهار کې د «وطن تولید د وطن ویاړ» په نوم د کورنیو تولیداتو یو جوړ شوي نندارتون ته د وینا پر مهال ویلي، چې دغه صادرې شوې غالۍ ۳۱ هېوادونو ته ۹۹۴ زره ۵۷۵ متره مربع په اندازه دي.
هېره دې نه وي چې کندهار کې کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه د «وطن تولید د وطن ویاړ» په نوم نندارتون پرانیستل شوی، چې ټاکل شوې درې ورځې به دوام وکړي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/