معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېر کال د ۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۹ ټنه زعفران بهر ته صادر شوي

تېر کال د ۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۹ ټنه زعفران بهر ته صادر شوي

کابل-گهیځ نیوز( ۹ ثور ۱۴۰۲):
د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د ۲۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت ۶۹ ټنه زعفران بهر ته صادر شوي دي.
د دغه وزارت ویاند ویلي، چې ‌د دغو زعفرانو ډېره برخه یې د هوایي دهلیز له لارې هندوستان، متحده عربي اماراتو او چین ته صادر شوي او بیا له یادو هېوادونو څخه سوداګرو امریکا، اسټرالیا، مراکش او اروپایي هېوادونو لکه هسپانیا، هالنډ، ایټالیا او جرمني ته صادر کړي دي.
زعفران په افغانستان کې یو مشهور او لرغونی بوټی دی، چې حاصلات یې له نورو ډېرو کرنیزو توکو ګران بیه او مهم ارزښت لرونکی دی.
ــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس