معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېر کال له یو نیم میلیون زیات افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

تېر کال له یو نیم میلیون زیات افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۱ مه نېټه)

‏د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې دا شمېر کډوال له ترکیې، پاکستان، ایران او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې په دې موده کې ټول یو میلیون ۷۷۹ زره او ۶۳۰ افغان کډوال هېواد ته راګرځېدلي دي.

کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د تېر کال د لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې ویلي، تېر یو کال کې یې ۹۶ زره ۲۹۳ کورنۍ تر خپلو اصلي مېنو رسولې دي.

د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستیال ویلي، همدې موده کې ۵ زره ۷۶۶ افغان کډوال د ترکیې او پاکستان له زندانونو هم آزاد او هېواد ته رالېږدول شوي دي.

نوموړي دغه راز هېواد ته د هغو ۴ زره افغان کډوالو د راګرځولو یادونه هم کړې، چې په خبره یې ایرن کې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس