معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېر کال نږدې ۱۲۹ زره ټنه بې کېفیته توکي مسترد شوي

تېر کال نږدې ۱۲۹ زره ټنه بې کېفیته توکي مسترد شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سټنډرډ ملي ادارې د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې ويلي، چې تېر کال ۳میلیونه ۷۸۷زره او ۴۱۵ ټنه نفتي مواد او اوبلن ګاز وارد شوي، چې له دې ډلې یې ۱۲۸زره ۸۱۱ټنه بې کېفیته تثبیت شوي دي.

د سټنډرډ ملي ادارې ویلي، همدې موده کې ۷ میلیونه ۳۸۰ زره او ۵۷۲ ټنه ساختماني توکي هېواد ته را وارد شوي، چې له دې ډلې ۱۵۲ ټنه یې بې کېفیته تثبیت شوي دي.

د دغې ادارې مسوولینو ویلي، د کلتوري، اقتصادي، چاپېریالي، ځمکې، اقلیم او جغرافیایي موضوعاتو په اړه، ۸۰۵ سټنډرډونه او همدارنګه د ښاري پراختیا، مهندسي او د ودانیو، پلونو، لویو لارو او سړکونو د ډیزاین برخه کې ۶ کودونه تدوین کړي دي.

دغو مسوولینو د ۱۰۵ سټنډرډونو د ترتیب په اړه له سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو سره همغږي کول، په بېلابېلو برخو کې د ۹۱ سټنډرډونو وروستي کول او د ۴۹۳۲ نقلیه وسایطو لپاره د نورمونو ټاکل، په تېر کال کې د دې ادارې مهم اقدامات یاد کړل.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس