معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېر کال څه باندې ۷ میلیارده زاړه بانکنوټونه سوځول شوي

تېر کال څه باندې ۷ میلیارده زاړه بانکنوټونه سوځول شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک مسوولینو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح په پروګرام کې ویلي، چې په تېر کال کې یې له مرکز او ولایتونو څخه د ۷ میلیارده ۱۸۶ میلیونه او ۵۴۴ زره افغانیو په ارزښت زاړه بانکنوټونه راټول او سوځولي دي.

د دغه بانک مسوولین وایي، دوی د سوځول شويو زړو افغانيو پر ځای د راکړې – ورکړې برخه کې د ستونزو د حل په موخه نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کړي دي.

د یاد بانک مسوولينو دا هم ویلي چې اوسمهال مشتریان کولی شي چې د افغانیو له حساب څخه په اوونۍ کې د ۷۰ زره افغانیو پر ځای ۱۵۰ زره افغانۍ او په میاشت کې د ۲۵۰ زره افغانیو پر ځای ۵۰۰ زره افغانۍ راوباسي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس