معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېر کال کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت څه باندې ۱۷ سلنه لوړ شوی

تېر کال کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت څه باندې ۱۷ سلنه لوړ شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک مسوولینو ويلي، چې په تېر یوه کال کې د افغانۍ ارزښت د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې ۱۷.۲۵ سلنه لوړ شوی دی.

د دغه بانک مسوولین زیاتوي، چې په تېر یوه کال کې د معقولو پولي سیاستونو په اساس هېواد کې د انفلاسیون کچه منفي ۶.۶ سلنه ساتل شوی، چې د وړم کال په پرتله یې یو مطلوب حالت کې بلل شوې.

د مسوولینو په وینا هڅه کوي، چې هېواد کې د برېښنايي بانکوالۍ د پراختیا لپاره نوي اقدامات ترسره کړي.

د افغانستان بانک وایي، دا مهال د سوداګریزو بانکونو ټولې چارې د اسلامي شریعت په رڼا کې له سود پرته ترسره کیږي او د افغانۍ ارزښت د امریکایي ډالر پر وړاندې څه باندې ۱۷ سلنه لوړ شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس