معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېر یو شپه – ورځ کې اسراییلو پر سوریې ۳۰۰ هوايي بریدونه کړي

تېر یو شپه – ورځ کې اسراییلو پر سوریې ۳۰۰ هوايي بریدونه کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو ویلي، چې اسراییلو د تېرې یوې شپې – ورځې پرمهال سوریه کې شاوخوا ۳۰۰ اهداف په هوايي بریدونو کې په نښه کړي دي.

د خبر پر بنسټ دغو بریدونو کې د سوریې هوايي ځواک ته درانه زیانونه اوښتي دي.

د سوریې څارونکې رسنۍ لیکي، په دې بریدونو کې د سوریې د هوايي ځواک لویې او کوچنۍ نظامي الوتکې، هلیکوپټرې او د دفع هوا سیسټم په بشپړ ډول له منځه تللی دی.

اسراییلو ادعا کړې چې دا بریدونه یې د هغو تجهیزاتو او وسلو د ویجاړولو په موخه کړي، چې له بشر الاسد څخه پاتې شوې وې او ګمان کېده، چې د اسراییلو پر ضد به وکارول شي.

د راپورونو له مخې، د سوریې نويو واکمنانو تر اوسه د دغو بریدونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس