معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېر ۱۴۰۱ لمریز کال هېواد کې نیم میلیون ټوکه پاسپورټونه وېشل شوي

تېر ۱۴۰۱ لمریز کال هېواد کې نیم میلیون ټوکه پاسپورټونه وېشل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۳ نېټه):
سره له دې چې یو شمېر افغانان د پاسپورټونو پر پڅ بهیر نیوکه کوي، د پاسپورټ ریاست وايي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې ټول هېواد کې ۱۵ زره د پاسه ۵ لکه پاسپورټونه وېشل شوي دي.
د پاسپورټ عمومي ریاست مطبوعاتي مسوولینو ویلي، چې د پاسپورټ د وېش بهیر په عادي ډول جریان لري او هره ورځ ټول هېواد کې نږدې لس زره پاسپورټونه وېشل کیږي.
دوی ټینګار کوي، چې د پاسپورټونو د وېش لړۍ په شفاف ډول روانه ده.
د پاسپورټ عمومي ریاست ویاند زیاتوي، چې تېر کال په اوږدو کې یې څه باندې ۲ سوه کمېشنکاران، جعلکاران او فساد کوونکي نیولي او اوس هم هغه کسان چې په دې برخه کې جعلکاري یا کمېشنکاري کوي، تر تعقیب لاندې دي او نیول کیږي.
د پاسپورټ عمومي ریاست د اطلاعاتو پر بنسټ، په تېر کال کې د دغو پاسپورټونو د وېش له درکه څه باندې ۵ میلیارده افغانۍ عواید هم راټول شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس