معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جاپان د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي جوړوي

جاپان د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي جوړوي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخط په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا د سرپرست حکومت له سياسي مرستيال سره لیدنه کې ویلي، جاپان د افغانستان د تاریخي میراثونو او ابداتو د ساتنې او د اړوندو ادارو د ظرفیت لوړولو لپاره په لومړي قدم کې ملي موزیم ته ۳۰۰ زره ډالر مرسته ځانګړې کړې.

کورومایا د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د سرپرست حکومت مبارزه ستایلې او ویلي یې دي، چې دې برخه کې یې له وړاندې ۱۰ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړې ده.

نوموړي دغه راز ویلي، چې هېواد یې پام کې لري څو د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي هم جوړ کړي.

تاکایوشي کورومایا ویلي، توکیو د افغانستان د سرپرست حکومت پرمختګونه څاري او G7 هېوادونو او سرپرست حکومت تر منځ د اړیکو رامنځته کېدو هڅه کوي.

په ورته مهال دې لیدنه کې سیاسي مرستیال د کابل او توکیو اړیکې خورا مهمې او د دواړو لورو په ګټه بللي او د دوحې د درېیمې ناستې د ژمنو ژر پلې کېدو هیله یې څرګنډه کړې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس