معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جاپان د افغان ماشومانو د زده کړې لپاره ۱۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه

جاپان د افغان ماشومانو د زده کړې لپاره ۱۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، چې د جاپان حکومت له افغانستان سره ۱۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
یونیسف ویلي، چې دغه مرستې د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې له لارې ترسره شوې دي.
ټاکل شوې چې دغه مرستې د ماشومانو د زده کړې په برخه کې ولګول شي او د هېواد د ۷۱ زره ۵ سوه ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې د لومړنیو ښوونځیو زده کوونکو ۶۰ سلنه نجونې او ۴۶ سلنه هلکان له زده کړو بې برخې دي.
د دغه سازمان په وینا، آن کله چې زده کوونکي ښوونځي ته ځي، دوی تل زده کړه نه کوي؛ ځکه د دوی په خبره لسیزو جګړو ښوونځي د زده کوونکو لپاره ناامنه کړي، او ډېری دولتي ښوونځي سرپناه، وړ ښوونکي او روغتیایي اسانتیاوې نه لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس