معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جاپان له افغانستان سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کړی

جاپان له افغانستان سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دفاع وزارت له لوري په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان دفاع وزیر کابل کې د جاپان له سفیر تاکايوشي کورومايا سره کتلي دي.

د ياد وزارت د خبرپاڼې پر اساس په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا ټینګښت ټينګار شوی او ويل شوي، چې سرپرست حکومت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په کابل کې د جاپان سفیر هم په دغه کتنه کې د سرتاسري امنیت او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د سرپرست حکومت د کړنو ستاینه کړې او ويلي يې دي، چې جاپان د افغانستان له خلکو سره د روغتیا، کرنې، زده کړو او په نورو برخو کې د همکاریو دوام ته ژمن دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس