معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جاپان په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي

جاپان په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې کابل کې د جاپان د سفیر مرستیال تاکایو تانیموتو د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر له عمومي رییس سره لیدلي دي.
د راپور پر بنسټ په لیدنه کې نوموړۍ ویلي، چې هېواد یې هوډ لري، څو په افغانستان کې د خپلو ناتمامو پروژو چارې بشپړې کړي.
دغه راز په دې لیدنه کې د یاد سفیر مرستیال افغانستان کې د جاپان له لوري د یو شمېر نورو رغنیزو پروژو د چارو د پیل خبر هم ورکړی دی.
افغان حکومت بیا د جاپان د نیمګړو پروژو د تکملېدو هرکلی کړی او ورته په هره برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس