معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جرمني به ډېری کډوال بېرته افغانستان او سوریې ته ستانه کړي

جرمني به ډېری کډوال بېرته افغانستان او سوریې ته ستانه کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۸  مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د جرمني لومړي وزیر یوځل بیا ټینګار کړی، چې په دغه هېواد کې مېشت ډېری کډوال به بېرته افغانستان او سوریې ته ستانه کړي.

اولاف شولز د دغه هېواد د کډوالۍ پر پاليسۍ د نيوکو په ځواب کې دا څرګندونې کړې، چې ډېر کډوال به افغانستان او سوريې ته ستانه کړل شي.

نوموړي تېره ورځ په یوه ټلوېزیوني مرکه کې ویلي، چې په درنو جرمونو محکوم شوي کسان په دغه هېواد کې د پاتې کېدو هېڅ دلیل نه لري.

شولز زياته کړې، چې دوى په دې برخه کې چټک کار کوي، خو د دې لپاره چې دا بهیر بریالی شي، نه غواړي چې په دې اړه نور جزیات شریک کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس