جرمني د لسګونه افغان ماشومانو درملنه کوي
ګهیځ نیوز: جرمني د هغه لسګونه افغان ماشومانو درملنه کوي، چې د زړه سوري او هډوکو درد ناروغي ولري
د المان سولې کلي بنسټ د سرې میاشتې په همکارۍ د هغو ۵۴ تنه افغان ماشومانو درملنه کوي، چې د زړه سوري، هډوکو درد ناروغي ولري او یا سخت سوځېدلي وي.
دغه ماشومان به په راتلونکو دوه ورځو کې المان ته د درملنې لپاره ولېږل شي او له شپږ میاشتنۍ درملنې وروسته به بېرته هېواد ته راوستل شي
ـــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبري چینل سره یو ځای شئ⬇️
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1