معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جرمني روسیې سره د اوکراین جګړې د ختمولو په شرط سوداګریزې اړیکې بیا رغوي

جرمني روسیې سره د اوکراین جګړې د ختمولو په شرط سوداګریزې اړیکې بیا رغوي

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۲):
د جرمني لومړي وزير اولېف شولټز ويلي چې که روسيه په اوکراين کې روانه کړې جګړه ودروي نو هېواد به يې بيا سوداګريز تعاملات ورسره پيل کړي. شولټز ويلي چې روسيه به د اوکراين تر جګړې وروسته هم د اروپا لوی هېواد وي، خو تر هغه چې په اوکراين کې جګړه روانه وي، نه جرمني او نه هم نور اروپايي هېوادونه له دغه هېواد سره د سوداګريزو او اقتصادي اړيکو ساتلو ته لېواله دي.
د ده په خبره چې پوتين د روسي امپراطورۍ بيا ژوندي کول غوښتل خو په اوکراين کې يې د جګړې پايله په بشپړ ډول معکوسه شوه او دغه هېواد يې له تباهۍ سره مخ کړ.
هېره دې نه وي چې ځو ورځې وړاندې پوتین هم ویلي وو چې د اوکراین جګړې په اړه یوې موافقې ته اړتیا شته چې دغه روانه معزله پرې پای ومومي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس