معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جلال آباد ښاروالۍ تېرو لسو میاشتو کې ۵۳۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

جلال آباد ښاروالۍ تېرو لسو میاشتو کې ۵۳۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳۰ مه نېټه)

د جلال آباد ښاروالۍ د عوایدو رییس قاري عبدالواسع معاز د شفافیت او حساب ورکولو خبري ناسته کې ویلي، چې د ۱۴۰۳ مالي کال په تېرو لسو میاشتو کې دغې ښاروالۍ ۵۳۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.

د نوموړي په وینا، دا عواید د بېلابېلو سرچینو، لکه د باقیداري، جوازونو، تجارتي او رهایشي ملکیتونو کرایو له لارې راټول شوي او ۵۰۸ میلیونه افغانۍ یې د ښار نهو ناحیو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره لګول شوي دي.

دغه راز معاز زیاته کړې، چې د ښاروالۍ د عوایدو له ډلې ۵۰ میلیونه افغانۍ د باقیداري، ۳۶ میلیونه افغانۍ د جوازونو او پاتې عواید د ملکیتونو کرایو له لارې راټول شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې د جلال آباد ښاروالۍ په ۱۴۰۴ مالي کال کې د یو میلیارد ۲۰ میلیونه افغانیو د عوایدو هدف ټاکلی او هڅه کوي، چې دا هدف ترلاسه کړي.

جلال آباد ښار د ښاروالۍ د مسوولینو په وینا، د بېلابېلو خدمتونو، سړکونو رغونې او ښاري نظم ښه والي ته اړتیا لري او د عوایدو راټولولو هڅې کولی شي، چې د ښار د لا پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس