معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جلال آباد ښاریان د پاکو اوبو له کمښته شکایت کوي

جلال آباد ښاریان د پاکو اوبو له کمښته شکایت کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ننګرهار مرکز کې د جلال آباد ښار اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو له کمښته سر ټکوي.
د دوی په خبره ډېری کم ښاریان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري او هغوی چې لاسرسی نه لري، له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دوی وایي، د اوبو رسونې ادارې له لوري ورته نلونه تېر شوي، خو په ۲۴ ساعتونو کې یو سات یا نیم سات اوبه راځي، چې دا اوبه یې څښاک ته کفایت نه کوي.
ځتیځ کې د اوبو رسولو ادارې رییس هم دې برخه کې د خلکو ستونزې مني او د حل په برخه کې د لازمو اقداماتو ډاډ ورکوي.
نوموړی وایي په کمو امکاناتو د ښاریانو د څښاک پاکو اوبو رسونې ستونزه حل کړې او لاهم هڅه کوي، هغو ساحو کې چې د اوبو رسونې شبکې غیر فعاله دي، فعال او د ښاریانو د اوبو رسونې ستونزې حل کړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس