معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جلال آباد کې د آسیا په کچه ۳۰ جریبه ځمکه کې د دیني او عصري علومو ستر کمپلېکس جوړیږي

جلال آباد کې د آسیا په کچه ۳۰ جریبه ځمکه کې د دیني او عصري علومو ستر کمپلېکس جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۸ نېټه):
د گهیځ نیوز د خبر له مخې دغه دارالعلوم د اسلامیه محمدیه په نوم دغه مدرسه د جلال آباد ښار شپږمې ناحیې په لوړې برخې پرتې سیمه کې د دیني او عصري زده کړو کمپلېس لپاره ځانګړې شوې ده.
مسوولینو ویلي، چې په شاوخوا ۳۰ جریبه ځمکه کې جوړېدونکې دا مدرسه به د راتلونکو پنځو کالو په ترڅ کې د آسیا په کچه یو کم ساری دیني او عصري کمپلېکس وي.
دې مدرسه کې د طب، انجینرۍ، ژورنالېزم، کمپیوتر ساینس او نورو عصري علومو لپاره هم ځای ورکړل شوی دی.
دوی وایي، چې یو مجهز روغتون، پوهنتون او لېسه به هم په کې شتون ولري.
د دوی په خبره زده کوونکي به یې د ټولو اسانتیاوو څخه برخمن وي او په ډېره منظمه بڼه به د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال او ټولنې ته به د خدمت لپاره وړاندې شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس