معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جي پې اې د افغانستان پوهنې برخې سره ۱۱۰ میلیونه ډالر مرسته کوي

جي پې اې د افغانستان پوهنې برخې سره ۱۱۰ میلیونه ډالر مرسته کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۶  نېټه):

د راپورونو له مخې د زده کړې لپاره نړیوال ګډون (جي پې اې) په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې یې د ماشومانو د زده کړو ملاتړ لپاره ۱۱۰ ميليونه ډالره مرسته ځانګړې کړې ده.

د راپور پر بنسټ، دا مرسته به د دوو راتلونکو کلونو لپاره د افغانستان له نجونو او هلکانو سره مرسته وکړي، څو په ټولنيز محوره زده کړو کې ګډون وکړي او بنسټيز مهارتونه زده کړي.

د زده کړې لپاره نړیوال ګډون ويلي، هيله لري چې په ټول افغانستان کې به ۷.۶۶ ميليونه ماشومان د دې سازمان له مرستو برخمند شي.

د زده کړې لپاره نړیوال ګډون په نړۍ کې د بې سوادۍ د ختمولو لپاره کار کوي، دوی مالي منابع راغونډوي او موخه یې داده، چې په کم عايد لرونکو هېوادونو کې د زده کړې د برخې ملاتړ وکړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس