معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / حامد کرزی وايي، د ښځو له فعالې ونډې پرته سوکالۍ ته رسېدل ناممکن دي

حامد کرزی وايي، د ښځو له فعالې ونډې پرته سوکالۍ ته رسېدل ناممکن دي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۷ مه نېټه):
پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې د سرپرست افغان حکومت له چارواکو غوښتي، چې هر څه ژر دې افغان مېرمنو ته د زده کړې او کار زمینه برابره کړي، څو د نوموړي په خبره یو سوکاله، پرمختللی او پر ځان بسیا افغانستان ولرو.
بل لور د جمهوریت حکومت پرمهال د پخلاینې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم پر ښځو روان بندیزونه نقد کړي دي.
نوموړی هم د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې هر ډول بې عدالتي او تاوتریخوالی د منلو وړ نه ده او ټینګار یې کړی، چې د نجونو لپاره باید د زده کړو زمینه برابره شي.
نن اتم د مارچ د مېرمنو نړیوالې ورځ په داسې مهال افغانستان کې تېره شوه، چې دلته لا هم د مېرمنو پر تحصیل او کار بندیز نۀ دی ختم شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس