کابل-ګهیځ نیوز(د اسد لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لبنان حـ.ـزب الله ډلې ويلي٬ چې تېره ورځ یې د اسراییلو پر لور بې پیلوټه الوتکې او راکټونه توغولي دي.
د دوی په وینا دغه کار یې د اسراییلو تر بریدونو وروسته کړی.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې اسراییل ویلي، چې د دغه هېواد هوايي ځواکونو د یکشنبې په سهار د لبنان د حزب الله ډلې د وسلو دوه زېرمې تر برید لاندې ونیولې.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې په لبنان کې د اکټوبر له میاشتې راهیسې لږ تر لږه ۵۱۸ کسان د اسراییلو په بریدونو کې وژل شوي دي.
د اکټوبر له اوومې راهیسې چې اسراییلو پر غزې پراخ بریدونه پيل کړي، حزب الله ډلې تقریباً هره ورځ د حـ.ـماس په ملاتړ د اسراییلو په لور توغندي توغولي دي.
اسراییلي چارواکو ویلي، چې د حزب الله دغو بریدونو کې تر دا مهاله ۱۸ اسراییلي عسکر او ۱۳ ملکیان په اسراییلو کې وژل شوي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/