معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / حـ ـزب الله غـ ـورځنګ تازه پر اسراییلو ۳۲۰ توغندي او ډرون توغولي

حـ ـزب الله غـ ـورځنګ تازه پر اسراییلو ۳۲۰ توغندي او ډرون توغولي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۴  مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د الجزیرې تلوېزیون خبر ورکړی، چې لـ ـبنان حـ ـزب الله له لوري د اسراییلو پر اشغالي سیمو تـ.ـوغندیز او ډرون بریدونه کړي.

د لـ ـبنان حـ ـزب الله غـ ـورځنګ بیا ویلي، چې د اشغالي فلسطین شمالي سیمو کې یې د دښـ ـمن ګڼې پوستې او نظامي مرکزونه په پراخه کچه په توغندیو او ډرونونو په نښه شوي دي.

د حـ ـزب الله په وینا چې دغه عملیات به وخت ونیسي چې وروسته به یې په اړه تفصیلي معلومات ورکړي.

له دې سره اشغالګر اسراییلي پوځ هم منلې، چې نږدې یو ساعت وړاندې اسراییلي لوري ته ۳۲۰ توغندي او ډرون توغول شوي دي.

حـ ـزب الله همدا راز ویلي، چې د صهيونیستي رژيم خلاف یې دغه بریدونه د دوی د مخکښ قومندان فواد شکر د وژنې په ځواب کې پیل کړي دي.

یاد غورځنګ زیاته کړې، د عملیاتو لومړی پړاو په بریالیتوب سره پای ته رسېدلی، چې د دښمن د پوستو او نظامي مرکزونو په نښه کول په کې شامل وو.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس