کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې الجزیرې رسنۍ راپور ورکړی، چې د حـ ـماس جهادي غورځنګ له ټولو اسلامي هېوادونو او ملتونو غوښتنه کړې، چې د راتلونکي کوچني اختر تر را رسېدو وړاندې دې د غزې، الاقصی او بیت المقدس څخه د ملاتړ غږ پورته کړي.
د راپور پر بنسټ حماس د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د نړیوالې ټولنې چوپتیا او د امریکا بې قید او شرطه ملاتړ هغه عوامل دي، چې د فلسطیني وګړو پر وړاندې یې عام وژنې ته زمینه برابره کړې ده.
حـ ـماس له نړیوالو هم غوښتنه کړې، چې د هرې ممکنې لارې څخه د فلسطینیانو د وژنو او کلابندۍ مخنیوي لپاره هڅې وکړي.
دې غورځنګ همداراز د عربي او اسلامي هېوادونو له مشرانو غوښتي، چې خپل تاریخي مسوولیتونه ادا کړي او د روانې نسل وژنې پر وړاندې قاطع دریځ غوره کړي.
حـ ـماس د اسراییلو د وحشتونو د دوام په اړه ویلي، چې صهیونیستي ځواکونو د امریکا په بشپړ ملاتړ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نېټې راهیسې تر اوسه ۱۶۳ زره فلسطینیان شهیدان او ټپیان کړي، چې ډېری یې ماشومان او مېرمنې دي.
یاد غورځنګ اسلامي نړۍ ته د بېړني اقدام سپارښتنه کړې، څو د فلسطینیانو د نسل وژنې مخنیوی وشي او د غزې مظلوم ولس ته د عملي ملاتړ زمینه برابره شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/