معماری
خانه / ګهیځ نیوز / حقاني: په دیني او عصري علومو روزل شوی نسل دین او هېواد ته ژمن پاتې کېدی شي

حقاني: په دیني او عصري علومو روزل شوی نسل دین او هېواد ته ژمن پاتې کېدی شي

کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (د تلې/میزان ۶مه او د سپټمبر ۲۸مه نېټه ده) د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني وايي، چې د نوي نسل د روښانه راتلونکي لپاره کلک هوډ، ژمنتیا او ډېر کار ته اړتیا ده.
هغه ټینګار کړی، چې پر عصري علومو سربېر دیني علومو ته دې هم پاملرنه وشي تر څو داسې نسل وروزل شي، چې دین او هېواد دواړو ته ژمن وي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د بهرنیو چارو سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي، ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځيو د پرانستو غوښتنه وکړه او تعلیم یې پر نر او ښځه یو شان فرض وباله.
وروسته د امربالمعروف سرپرست وزیر، د ستانکزي څرګندونو ته په غبرګون کې وویل، چې عصري زده کړې مباح او که د اسلامي نظام لپاره وشي مستحب دي او په وینا یې په داسې حال کې چې د امیر حکم منل فرض دي.
دې موضوع پر خواله رسنیو غوغا جوړه کړې او د خالد حنفي څرګندونې یې ننګولې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس