کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (د تلې/میزان ۶مه او د سپټمبر ۲۸مه نېټه ده) د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقانی وایی، چې د نوی نسل د روښانه راتلونکی لپاره کلک هوډ، ژمنتیا او ډېر کار ته اړتیا ده.
هغه ټینګار کړی، چې پر عصری علومو سربېر دینی علومو ته دې هم پاملرنه وشی تر څو داسې نسل وروزل شی، چې دین او هېواد دواړو ته ژمن وی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د بهرنیو چارو سیاسی معین شېر محمد عباس ستانکزی، ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانستو غوښتنه وکړه او تعلیم یې پر نر او ښځه یو شان فرض وباله.
وروسته د امربالمعروف سرپرست وزیر، د ستانکزی څرګندونو ته په غبرګون کې وویل، چې عصری زده کړې مباح او که د اسلامی نظام لپاره وشی مستحب دی او په وینا یې په داسې حال کې چې د امیر حکم منل فرض دی.
دې موضوع پر خواله رسنیو غوغا جوړه کړې او د خالد حنفی څرګندونې یې ننګولې دی.
گهیځ