کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۴ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د حـ ـماس نن شنبه د ۶۰۲ فلسطینیانو په بدل کې ۶ اسراییلي بندیان آزادوي.
دا بندیان د هغو ۳۳ اسیرانو له ډلې دي، چې د اوربند د لومړي پړاو د هوکړې له مخې باید خوشي شي.
د راپور له مخې، تېره پنجشنبه هم حـ ـماس د اسراییلو څلور جسدونه چې د اسراییلو په هوایي بریدونو کې وژل شوي وو، سور صلیب ته سپارلي وو.
د خوشي کېدونکو بندیانو په ډله کې دوه اسراییلیان شامل دي، چې لس کاله وړاندې د غزې تړانګې ته دننه شوي وو او د حـ ـماس مجـ ـاهدینو له لوري نیول شوي وو.
د فلسطیني سرچینو په وینا، دا اقدام د اسراییلي یرغلونو د بندېدو او د فلسطیني اسیرانو د خلاصون لپاره یو مهم پرمختګ دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/