معماری
خانه / ګهیځ نیوز / حمید حسن د ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی وټاکل شو

حمید حسن د ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی وټاکل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۷ مه نېټه):
د افغانستان کرکټ بورډ په خپلې رسمي پاڼې خبر ورکړی، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی چټک توپ اچوونکی حمید حسن د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د ملي لوبډلې د توپ اچونې د نوي روزونکي په توګه وټاکل شو.
د خبرپاڼې له مخې حمید حسن د همدې دندې د ترلاسه کولو له امله له نړیوال کرکټ سره مخه ښه اعلان کړه.
بل لور ته حمید حسن هم خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې ویلي، چې د دغې دندې لپاره یې له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړله.
حمید حسن زیاته کړې، دغه پرېکړه ورته ډېره سخته وه، خو د هېواد د کرکټ راتلونکي نسل روزنې لپاره یې له خپل نړیوال کرکټ سره خدای پاماني وکړه.
حسن د کرکټ بورډ له ادارې پر دې د دغه باور له امله مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې دی به هم خپله پوره خواري کوي، څو په دغه ډګر کې ټول شته خنډونه له منځه یوسي او د چټکې توپ اچونې په ډګر کې ستر استعدادونه پيدا کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس