معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / حوثـ.ـي ځواکونو د اسراییلو حیفا بندر کې څلور بېړۍ په نښه کړي

حوثـ.ـي ځواکونو د اسراییلو حیفا بندر کې څلور بېړۍ په نښه کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۴مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یمن حوثي ځواکونو اعلان کړی، چې د عراق د اسلامي مقاومت ډلې سره په ګډو عملیاتو کې یې د اسراییلو په شمال اړوند حیفا بندر کې څلور بېړۍ په نښه کړې دي.

یورو نیوز خبري شبکې خبر ورکړی، چې دغو دوو ډلو په حیفا بندر کې پر څلورو اسراییلي بېړیو بریدونه کړي دي.

د حـ.ـوثي پوځ ویاند یحیی سریع ویلي، چې دا بېړۍ په هغو شرکتونو پورې تړاو لري، چې د اشغال شوي فلسطین بندرونو ته د ننوتلو بندیز څخه یې سرغړونه کړې ده.

همدا راز العربیه خبري شبکې بیا د یو بل خبر په خپرولو سره ویلي، چې د یمن د حدیده ولایت لویدیځ کې په یوه سوداګریزې بېړۍ د بې پیلوټه الوتکې برید شوی دی.

د دې پېښې په اړه د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتي مرکز نن ویلي، چې دوی د یمن له حدیده بندر څخه ۶۵ کیلومتره لرې د دې پېښې په اړه راپور ترلاسه کړی دی.

که څه هم د یمن حـ.ـوثي ځواکونو د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو د اوکتوبر له اوومې راهیسې یې د فلسطنیانو په ملاتړ په سور سمندر کې له ۱۵۰ څخه زیات په اسراییلي او یا هم اسراییلو ته په تلونکو بېړیو بریدونه کړي دي.

د یمن حوثي ځواکونو له دې وړاندې ګواښ کړی و، چې په غزه کې د اسراییلي اشغالګرو د روان یرغل تر درېدو پورې به په سور سمندر کې پر اسراییلي بېړیو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس