معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / حوثي ځواکونو په لرې واټن ویشتونکي توغندي تل ابیب وویشت

حوثي ځواکونو په لرې واټن ویشتونکي توغندي تل ابیب وویشت

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې الجزیرې خبري شبکې د اسراییلي پوځي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د یمن حوثي ځواکونو یو توغندي د ۲زره کیلومټره په واټن وهلو سره د اسراییلو اوسپنې پټلۍ لار په نښه کړې ده.

د خبر پر بنسټ دغه توغندی د پلازمېني تل ابیب (اشغالي فلسطین) په ختیځ کې د بن ګوریون هوایي ډګر ته څېرمه لګېدلی، چې د پراخې اورلګېدنې لامل شوی دی.

د اسراییلي چارواکو د معلوماتو له مخې دې توغندي ۲زره کیلومټره واټن وهلی، چې له ختیځ سرحد څخه د اسراییلو هوایي حریم ته دننه شوی دی.

هغه ویډیوګانې چې په رسنیو او ټولنیزو شبکو لاس په لاس کیږي، ښيي چې په دغه توغندیز برید کې د اسراییلو رېل پټلۍ ته درانه زیانونه اوښتي دي.

اسراییلي لوري بیا د دې توغندي د مالي او ځاني زیان کره شمېر رسنیو ته نه دی په ډاګه کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس