معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / حکمتیار حکومت ته: د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو مسئله حل کړئ

حکمتیار حکومت ته: د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو مسئله حل کړئ

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وږي/سنبلې ۲۶مه او د اسپټمبر میاشتې ۱۷مه نېټه ده) د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کړې او پر اسلامي امارت یې غږ کړی، چې په دې برخه کې خپل اسلامي او تاریخي مسوولیت ادا کړي.

حکمتیار د جمعې په خطبه کې وویل، چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو بندولو موضوع په کور دننه او په نړیواله کچه د ټولو د تمې خلاف په یوه لانجمنه قضیه اوښتې.

هغه ویلي، حکومت ته مشوره ور کوو، چې دا ستونزه باید حل کړي؛ د هغه په وینا ځکه چې دا یې اسلامي او الهي مسوولیت دی.
ښاغلي حکمتیار په علم کې شاته پاتې کېدل له دښمن سره د جګړې په ډګر کې د سنګر د پرېښودلو سره ورته وباله.

د نوموړي په وینا، په اوسني نظام کې د تېر حکومت ځينې غړي ننوتي، چې د حزب اسلامي او طالبانو تر منځ د شته اړیکو د خرابولو هڅه کوي، زیاتوي چې په دوی کې داسې کسان هم دي چې ځان طالبانو ته منصوبوي.

ادعا کوي چې همدوی د اسلامي پوهنتون په بندولو او د دغه ګوند ځینې غړو په نیولو کې ونډه درلوده.
خو ورته مهال ټینګار کوي، چې نه غواړي خپل دریځ په کوچنیو مسایلو پورې و تړي، بلکې په هر تصمیم او دریځ کې ستر اسلامي او ملي مصالح په پام کې نیسي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس