معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / حکمتیار د اوسني حکومت پر وړاندې د هرې ډلې بغاوت وغنده

حکمتیار د اوسني حکومت پر وړاندې د هرې ډلې بغاوت وغنده

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۲ مه نېټه):
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار له امریکا غږ رسنۍ سره د یوې مرکې پرمهال ویلي، د مقاومت او په نورو نومونو حرکتونه چې د اوسني نظام پر وړاندې کیږي، غندي او دا د هغو کسانو کار بولي چې د ده په خبره پر افغانستان د شوروي له يرغل سره هم همدوی همکار وو.
دغه مرکه کې نوموړي ويلي، چې د افغانستان اوسنی موقت حکومت بايد د يوه واقعيت په توګه ومنل شي، خو ټينګار کوي چې ترڅنګ یې بايد يوه داسې شورا رامنځته شي، چې د حکومت د ارادې تمثيل وکړي.
حکمتيار په دغه مرکه کې د نجونو په اړه د سرپرست افغان حکومت له شوې پرېکړې سره مخالفت ښودلی او زیاته کړې یې ده چې ځوان نسل ته باید د زده کړو زمینه برابره شي؛ ځکه په خبره یې خلکو ته د زده کړو د زمينې برابرول د حکومت له فرایضو څخه ده.
حکمتیار د روسانو د یرغل او د ناټو د راتګ په لومړیو کې د حکومت په مخالفت کې قرار درلود، چې وروسته بیا د بین الافغاني خبرو پر مهال د سولې د پروسې په پایله کې له جګړې لاس په سر او کابل کې مېشت شو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس