معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / حیاتي بشري مرستې د ټرمپ د مرستو د ځنډ له فرمانه مستثناء دي

حیاتي بشري مرستې د ټرمپ د مرستو د ځنډ له فرمانه مستثناء دي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسوشیتید پریس خبري آژانس راپور ورکړی، چې حیاتي بشري مرستې د ټرمپ د مرستو د ځنډ له فرمانه مستثناء دي.

یاد آژانس هغه سند لیدلی، کوم چې د مارکو روبیو لخوا لاسلیک شوی دی.

په دې سند کې راغلي، حیاتي بشري مرستې لکه اړین درمل، روغتیایي خدمات، خواړه، سرپناه او نور معیشتي ملاتړ به لږ تر لږه موقتاً د امریکا د بندیزونو له پرېکړې مستثناء وي.

بل لور افغانستان کې د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري ویلي، د امریکا د مرستو بندېدو له امله د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د ۵۰ نړیوالو موسسو فعالیتونه درېدلي دي.

د دې موسسو ډېری فعالیتونه د کرنې، پوهنې، طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې او روغتیایي خدماتو په برخو کې وو.

په همدې حال کې اقتصاد وزارت د نړیوالو مرستو د بندیدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دا کار د افغانستان د بشري پروژو پر فعالیتونو مستقیم اغېز لري.

د امریکا د بهرنيو مرستو ځنډ د بشري بحرانونو د زیاتېدو احتمال لوړ کړی، خو د حیاتي مرستو استثناء کول یو موقتي حل ګڼل کیږي.

له دې سره د افغانستان حکومت او نړیوالې ادارې د بدیلونو په موندلو ټینګار کوي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس