کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خصوصي سکټور غړي د صنعت او سوداګرۍ له وزارته غواړي، چې صنعتکارانو ته د ځمکو د وېش لپاره اقدمات وکړي، څو په هېواد کې د پانګونې عملي لړۍ پيل شي.
د خبر پر بنسټ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو زیاته کړې، چې د صنعتکارانو لپاره د ځمکو وېش به د یو قانون له مخې پيل کړي.
د دوی په وینا تېر کې ۱۴ صنعتي پارکونه د هېواد د صنعت لپاره پلان شوي وو، اوس د دې پارکونو کچه ۵۱ ته لوړه شوې، چې د دې پارکونو د ځمکو په وېش سره به د صنعتکارانو د ځمکو ستونزه په اساسي ډول حل شي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/