معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خوست کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې

خوست کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست په ځاځي میدان کې د افغان او پاکستان پوله ساتو ترمنځ تېره شپه د څو ساعتونو لپاره نښته شوې.

د خبر پر بنسټ دغه نښته چې د شپې له اتو بجو پیل شوې وه، په کې له درنو او سپکو وسلو کار اخیستل شوی دی.

ځایي سرچینو ویلي، چې نښته کرښې ته څېرمه د افغانستان پوله ساتو ځواکونو له لوري د یوې نوې پوستې د جوړېدو پر سر رامنځته شوې ده.

رسما تر دا دمه دواړو هېوادونو د دغې نښتې په تړاو خپل دریځ نه دی څرګند کړی او نه هم د اوښتي ځاني یا مالي زیان په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس