معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خوست کې د کوچنیو بندونو د جوړېدو کارونه پيل شوي

خوست کې د کوچنیو بندونو د جوړېدو کارونه پيل شوي

-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي کابل ۱۱ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د خوست شمل خرم سیندیزې حوزې مسوولینو ویلي، چې په دې وروستیو کې یې د اوبو او برېښنا وزارت په همکارۍ د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې پر ځینو وړو بندونو کار پیل کړی، چې هدف یې د سیمې ځمکو ته د کافي اوبو رسول او تر ځمکې لاندې اوبو سطحې راپورته کول دي.

د راپور پر بنسټ له دغو بندونو څخه یو یې چې ۲۶ متره اوږدوالی او اووه متره لوړوالی لري، د خوست نادرشاه کوټ ولسوالۍ په مقبلو سیمه کې پیل شوی دی.

د مسوولینو په وینا، له دې بند جوړېدو وروسته به د ۱۰ زره متره مکعبه اوبو په ذخیره کولو سره د سیمې شاوخوا دوه نیم سوه جریبه ځمکه خړوبه شي.

د سیمې اوسیدونکي که څه هم د دغو پروژو له پیله خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې د کرنې او اوبو برخو کې دې پاملرنه زیاته شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس