معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خوست کې د ګاز نيونې له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي

خوست کې د ګاز نيونې له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست امنیتي مسؤولینو ويلي، چې تېره شپه د خوست ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې د استوګنې په یوه اپارتمان کې د ګاز نيونې له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي.

د دوی په وینا مړو شویو کې چې یوه ښځه هم شامله ده.

د خوست د امنیې قومندانۍ ویلي، مړه شوي کسان د پکتیکا د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي وو، چې خوست ته د یوه ناروغ د درملنې په موخه ورغلي وو.

امنیتي مسؤولینو خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د ژمي په موسم کې له ګازو څخه د استفادې پر مهال لازم احتیاطي تدابیر ونیسي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس